حكومت د بدعنوانۍ مخنيوي او غريبۍ ختمولو له بيل اقدامات كوي

اسلام آباد 10 جولائی (اے پی پی) اولس مشر ډاكټر عارف علوی وئيلي دي حكومت د بدعنوانۍ مخنيوي او غريبۍ ختمولو لپاره بيل اقدامات كوي، د تعلیم او صحت ښه والي ، كرپشن او غريبۍ ختمول لوئ چینلجونه دي، وګړو له بنیادی اسانۍ وركولو سره د نوې پاكستان جوړيدل ممكن دي، احساس پروګرام به د غريبۍ ختمولو لپاره مرستياله وګرځي۔د دې خیالاتو څرګندونه ده د شورو پھ ورځ د غريبۍ ختمولو په اړھ يو ورځني سیمینار ته خپل خطاب كښې وكړه۔ اولس مشر ووئيل تير وخت كښې د غريبۍ ختمولو پشمول لويو مسئلو حل كولو ته پام لرنه نه ده شوي۔ بدعنوانی د غريبۍ سره نيغ په نيغه تعلق لري۔ اولس د غريبۍ څخه وېستلو سره د ټولنې فعاله وګړې جوړيدې شي۔ ګڼ شمير وګړي په غريبۍ كښې په ليدلو دړديېږو۔ اولس مشر د بېلو قرآنی آیاتونو او احادیث حواله وركولو سره ووئيل اسلامی تعلیمات كښې كمزورو طبقو ښېګړې ته پام لرنه شوې ، اسلام كښې د بیت المال مقصد هم د غريبۍ ختمول دي۔ده ووئيل د غريبۍ ختمولو لپاره چې حكومت كوم احساس پروګرام پيل كړې هغه زيات اهميت لري او دې سره به د ټولنې پسماندہ طبقو ، بیروزګارو او غریبانو ته پام لرنه كولې شي دغسې چې هغوي په خپلو پښو ودرولې شي ځكه چې د كمزورو او ګيرو شوو طبقو ښېګړه د ریاست ذمه واري وي۔اولس مشر ووئيل پاكستان د خیرات وركونكو هېوادونو كښې په اول لمبر دې، اسلام كښې د لمونځ او روژې سره سره په حقوق العباد هم زور راوړلې شوي، اولس مشر عارف علوي ووئېل قرآن پاك كښې هم د صدقې او خیرات تلقین شوې ، دغسې وزیراعظم عمران خان د تعلیم او صحت او نورو مسئلو حل كولو عزم لري۔ ده ووئيل د ریاست دا ذمه واري ده چې د ټولنې ټولو وګړو له برابر موقعې وركړي، هېواد كښې په ماشومانو كښې د غذائی كمي مسئله هم ده، ده ووئېل د غریبانو او مالدارو بچو لپاره برابر موقعو وركولو ته اړټيا ده۔اولس مشر ”احساس پروګرام” د حكومت د ستائنې وړ اقدام ګرځولو سره ووئيل دا پروګرام يو جلا حیثیت لرونكې پروګرام دے، حكومت د احساس پروګرام فنډز هم يو په دوه زيات كړې۔ اولس مشر د دې پروګرام په اړه د ډاكټر ثانیه نشتر هڅې وستائلې۔ ده ووئيل مونږ له معلومات او د رابطو پراخه نظام خپلولو ته اړتيا ده او په دې لړ كښې اسلامی نظریاتی كونسل ته هم وئيلي شوي چې زمونږ لارښودنه وكړي او د جوماتونو د لارې هم په دې اړه وګړو له خبرتيا وركړې كيدې شي۔ ده ووئيل صحت كارډ د ټولنې كمزور طبقو له درملنې له مرستياله ګړځي۔ په هېواد كښې د غريبۍ ختمولو لپاره سنجیدہ اقدامات كوو او اولس له د صحت، تعلیم او نورو بنیادی اسانيو