جاپان د نوي شهنشاه نورو هيټو په تخت د كېناستو يادګاري سكه جاري كړه

ټوکيو 12 جولائي (اے پي پي) جاپان د نوي شهنشاه نورو هيټو د تخت نشينۍ يادګاري سكه جاري كړې ده ٬ د لس زره او د 500 ين ماليت په سكه د امن او ښكلا د همغږۍ نقوش درج دي۔ د جاپان د خزانې وزير تارو آسو په اوساکا كښې د مشين بټن پرېس كولو سره د سكوں د اجراء پرانسته وكړه۔ په دې موقع ده ووئيل زه د نوې سكوں په اجراء كولو ډېر خوشحاله يم۔ د لس زره ين سكه د 20 ګرامه خالص سرو زرو جوړ ده چې په يو اړخ ئې د شاهي كورنۍ نخښه كوركوړه او په بل اړخ د داٶدي ګل عكس دے