تر مالي كال 24-2023 د اېف بي آر محصولات 10.5 ټرېلينه روپو ته د رسېدو امكان دے

اسلام آباد 15 جولائي (اے پي پي) نړيوال مالياتي فنډ﴿ آئي اېم اېف﴾ وئيلي دي تر مالي كال 24-2023 د اېف بي آر محصولات 10.5 ټرېلين روپو ته د رسېدو امكان دے٬ په كال 21-2020م كښې به د روانو حسابونو جاري خساره نوره هم كمه شي او 5.49 اربه ډالره به شي٬ دغسې تجارتي خساره به هم كمه شي او برآمدات به زيات شي۔ دا خبره د پاكستان په اړه د آئي اېم اېف په سټاف راپور كښې شوې۔ په راپور كښې وئيلي شوي د روان مالي كال په مهال به اېف بي آر د 5.5 ټريلينه روپو د محصولاتو هدف ترلاسه كړي۔ په راتلونكې مالي كال كښې به د اېف بي آر محصولات 7.001 ټريلينه ٬ په مالي كال 22-2021م كښې به د 8.3 ټرېلينه او په مالي كښې 23-2022م كښې به اېف بي آر د 9.48 ټرېلينه محصولات ترلاسه كړي۔ د راپور له مخې په مالي كال 24-2023ن كښې به د اېف بي آر محصولات 13.37 ټرېلينه روپو ته ورسيږي ۔ د راپور له مخې پاكستان د اصلاحاتو او پالېسي اقدامات روان ساتلو لپاره پوخ عزم لري او دې سره به د محصولات جمع كولو كښې ځانګړې اضافه اوشي۔ په راپور كښې د معيشت د بهترې او د ټېكس اصلاحاتو ستائنه شوې او وئيلي شوي په هېواد كښې په دې وخت كښې د ټېكس ريټرن جمع كوونكو شمېره د 1.5 مليونو نه كمه ده۔۔ په راپور كښې وئيلي شوي د پاكستاني برآمدات حجم به مالي كال 24-2023م 36.7 اربه ډالرو ته ورسيږي