ترکيه٬ ټرافيكي پېښه كښې 15 كسان مړه 28 ژوبل

انقرہ 18 جولائي (اے پي پي) د تركيې په ختيزه سيمه كښې د كډوالو بس په ټرافيكي پېښه كښې 15 كسان مړه او 28 ژوبل شوې دي۔ ميډيا له مخې پېښه كښې د ماشومانو او مېرمنو تراوسه پېژندګلې نه دې شوې٬ داسې اطلاعات ترلاسه شوې چې دا كسان په غېر قانوني توګه تركيې ته داخلېدل۔ د ځائي چارواكو له مخې پېښه د تند رفتارۍ له امله رامخې ته شوې ده۔