بابوس او کرسټينا به د ومبلډن اوپن ټېنس ټورنمنټ وېمنز ډبلز سيمي فائنل كښې (نن) مېدان ته اوځي

لندن 11 جولائي (اے پي پي) د هنګري ټينس سټار لوبغاړې تميا بابوس او د ھغې د فرانس جوړي داره کرسټينا مالاډنووېك د غوره كاركردګۍ په سوب د كال درېم ګرېنډ سليم ومبلډن اوپن ټېنس جام سيمي فائنل ته رسېدلې او نن د خالي په ورځ به د تائيوان هش سو وائي او د ھغې د جمهوريه چېك جوړي دارې بربورا سټرائيکووا سره مقابله كوي