په چين كښې د سلاب په نتيجه كښې 7 كسان مړه او يو بې دركه شوے

بيجنګ 11 جون (اے پي پي﴾ په سوئيلي چين كښې د سخت باران او سېلاب له امله د زرګونو په شمېر كورونه تباه او د لكونو په شمېر كسان ځپلي شوي دي۔ د چين خبر رسنې ادارې له مخې د سوئيلي چين په ګوانګډان سيمه كښې په سېلاب او طوفان كښې 7 كسان مړه شوي دي او يو تن بې دركه شوے دے۔ د چارواكو له مخې د هوائن ښار په درې ضلعو كښې طوفان او باران لوي زيان كړے۔ په سېلاب او طوفان كښې د لكونو په شمېر خلق ځپلي شوي دي او محفوظو ځايونو ته رسول شوي دي۔