په ټوله نړۍ كښې 152 مليونه ماشومان جبري مشقت سره مخ دي۔ ملګري ملتونه

برسلز 12 جون (اے پي پي﴾ د ملګرو ملتونو د ماشومانو ادارې يونيسېف وئيلي دي چې په ټوله نړۍ كښې 152 مليونه ماشومان جبري مشقت سره مخ دي۔ د يونيسېف د يو تازه راپور له مخې د نړۍ هر يو لسم ماشوم يا ماشومه ژوندې پاتې كېدو يا د خپلې كورنۍ مرسته كولو لپاره مزدوري كوي۔ د يونيسېف لخوا تېره ورځ د ماشومان د مزدورې په ضد نړيواله ورځ لمانځل شوې۔ وئيلې كېږي چې په دې ځپليو ماشومانو كښې نيم د كار خرابو حالاتو سره مخ دي او د دوي جسماني استحصال هم كېږي۔ د داسې ځپليو ماشومانو زياته شمېره په افريقا او اسيا كښې ده۔