په ټوله نړۍ كښې د انټرنېټ صارفينو شمېره 3.8 اربه شوه

لندن 16 جون (اے پي پي﴾ په ټوله نړۍ كښې د انټرنېټ صارفينو شمېره 3.8 اربه شوه۔ د بانډ انټرنېټ ټرېنډ لائن راپور له مخې د انټرنېټ صارفينو شمېره ورځ تر بله زياتېږي خو د اضافې رفتار ئې مخ په كمېدو دے۔ د دې راپور له مخې په كال 2018م كښې د انټرنېټ صارفينو شمېره د كال 2017م په مقابله كښې 6 فيصده زياته شوې وه او دا شمېره 3.8 اربه ته رسېدلې كومه چې د ټولې نړيوالې ابادې د نيمې نه زياته برخه ده۔ په اسيا پيسفېك كښې د نېټ صارفينو شمېره 53ن فيصده٬ په اروپا كښې 15 فيصده٬ په افريقا او مېنځني ختيځ كښې 13 فيصده ٬ په لاطيني امريكا او كرېبئين كښې 10 فيصده او په شمالي امريكا كښې 9 فيصد ده۔ د صارفينو د شمېر په اعتبار سره چين په اول نمبر٬ هند په دوهم نمبر او امريكا په دريم نمبر ده۔ په دې لسټ كښې د تركيې نمبر 15م دے۔