په يونان كښې د ګډوالو كشتې ډوبېدو په پېښه كښې 7 كسان مړه شوي دي

ايتهنز 12 جون (اے پي پي﴾ د يونان په لاسيوس جزيره كښې د ګډوالو كشتې ډوبېدو په پېښه كښې 7 كسان مړه شوي دي۔ د خبر له مخې د يونان ساحل سره نزدې د كډوالو كشتې چپه شوې او په نتيجه كښې ئې 7 كسان مړه شوي دي۔ په پېښه كښې ډوب شوي 57 كسان بچ كړې شوي دي۔ په مړو كسانو كښې دوه جينكې٬ 4 مېرمنې او يو سړے شامل دي۔ د چارواكو له مخې په كشتې كښې زيات خلق سواره وو او ځكه كشتې ډوبه شوې۔