په وفاقي بجټ كښې په خېبرپښتونخوا كښې ضم شويو قبائېلي ضلعو لپاره 152 اربه روپۍ بېلې كړی شوې دي

اسلام آباد 11 جون (اے پي پي﴾ په وفاقي بجټ كښې په خېبرپښتونخوا كښې ضم شويو قبائېلي ضلعو لپاره 152 اربه روپۍ بېلې كړی شوي دي٬لس كلن پرمختيائي پروژې لپاره به وفاقي حكومت 48 اربه روپۍ وركوي۔دا لس كلن پېكج د يو كهرب روپو برخه ده كومې به چې وفاقي او صوبائي حكومتونه پھ ګډه وركوي۔د نهې په ورځ د قومي اسمبلۍ په غونډه كښې د راتلونكي مالي كال بجټ وړاندې كولو سره د محصولاتو دوهم وزير حماد اظهر ووئيل چې د پخوانې فاټا او پاټا ټولو صارفينو او د 31 مئي 2018 نه وړاندې جوړ شويو صنعتونو ته په برېښنا د سېلز ټېكس څخه د استثنٰی تجويز دې۔د دې اطلاق به په دې سيمو كښې د سټيل او غوړو په ملنو نه كېږي