په نيوزي لېنډ كښې د 7.2 شدت زلزله محسوس شوې

آكلېنډ 16 جون (اے پي پي﴾ د نيوزي لېنډ په كرمادك جزيرو كښې د اتوار په ورځ د زلزلې سخت جړقونه محسوس شوي دي۔ د چارواكو له مخې په رېكټر سكېل د دې زلزلې شدت 7.2 ريكارډ كړے شوے۔ په زلزله كښې د كوم زيان اطلاع نه ده راغلې۔ د زلزلې نه پس د سونامي خبردارې وركړے شوے و خو لږه موده پس بېرته واخستل شو۔