په نيوزي لېنډ كښې د دوه الوتكو ټكر كېدو په پېښه كښې دوه پائيلوټان مړه شوي دي

ولنګټن 16 جون (اے پي پي﴾ په نيوزي لېنډ كښې د دوه الوتكو ټكر كېدو په پېښه كښې دوه پائيلوټان مړه شوي دي۔ د خبر له مخې د اتوار په ورځ د نيوزي لېنډ په ماسټرټون ښار كښې هډايروډرم سره نزدې دوه الوتكې په فضا كښې يو بل سره ټكر شوې او پكښې د دواړو الوتكو پائيلوټان مړه شول۔ د نيوزي لېنډ هېرالډ ورځپاڼې وئيلي دي چې د ټكر كېدو نه پس په دواړو الوتكو اور ولګېدو او په زمكه راپرېوتې۔ د پېښې سبب نه دې معلوم شوے خو پلټنې پېل كړې شوې دي۔