په مقبوضه كشمير كښې هندي ځواكونو په شوپيا كښې نور دوه كشميريان شهيدان كړل

سرينګر 11 جون (اے پي پي﴾ په مقبوضه كشمير كښې هندي ځواكونو د خپلې رياستي ترهګرې په تازه عملياتو كښې د نهې په سهار په شوپيا سيمه كښې نور دوه كشميريان شهيدان كړي دي۔ د كشمير مېډيا سروس له مخې هندي ځواكونو دا ځوانان د محاصرې او د لټون عملياتو په مهال شهيدان كړي دي۔ د هندي پوځ يو چارواكي ادعا كړې چې شهيدان شوي ځوانان وسله وال وو كوم چې د نښتې په مهال وژل شوي دي۔ قابض انتظاميه په سيمه كښې د انټرنېټ سروس هم معطل كړے۔