په لېبيا كښې د وسيلې په سركاري ډپو په بريد كښې 9 كسان مړه شوي

طرابلس 16 جون (اے پي پي﴾ په لېبيا كښې د وسيلې په سركاري ډپو په بريد كښې 9 كسان مړه شوي دي۔ د خبر له مخې د لېبيا ياغي پوځ د پلازمينه طرابلس په ختيځه برخه كښې د ملګرو ملتونو د پلوي حكومت د پوځ د وسلې په ډپو بريد كړے او پكښې 9 كسان مړه شوي دي۔ په بريد كښې يو روغتون ته هم زيان رسېدلې۔ د روغتيا وزارت وياند وئيلي دي چې په وژل شويو كسانو كښې 2 مېرمنې او يو ماشوم هم شامل دے۔