په شمالي عراق كښې د تركيې هوائي پوځ لخوا عمليات روان دي

انقره 15 جون (اے پي پي﴾ د تركيې چارواكو وئيلي دي چې په شمالي عراق كښې د تركيې هوائي پوځ لخوا عمليات روان دي او په دې عملياتو كښې د وژل شويو ترهګرو شمېره 48 ته رسېدلې۔ د تركيې خبر رسنې ادارې له مخې په شمالي عراق كښې د تركيې د هوائي پوځ لخوا د مئي په 27مه نېټه عمليات پېل شوي وو كوم چې تراوسه روان دي۔ په دې عملياتو كښې تراوسه 48 ترهګر وژل شوي دي۔