په سري لنكا كښې د ترهګرې د بريدونو مركزي تورن ونيول شو۔ انټرپول

پېرس 15 جون (اے پي پي﴾ په سري لنكا كښې سږ كال د اېسټر سنډے په ورځ د ترهګرې د بريدونو مركزي تورن نيول شوے۔ دا خبره په پېرس كښې د پوليسو نړيوالې اېجنسې انټرپول كړې۔ دا پرله پسې بريدونه په يو شمېر سيمو كښې شوي وو۔ د اپرېل په 21مه نېټه په دې بريدونو كښې د 250 نه زيات كسان مړه او د سلګونو په شمېر ژوبل شوي وو۔ وئيلي كېږي چې د شكمن مركزي تورن عمر 29 كاله دے۔ د دې څخه وړاندې د سعودي حكومت د دې بريدونو په تور 5 شكمن كسان د سري لنكا حكومت ته سپارلي وو۔