په برازيل كښې په سختو بارانونو كښې 7 كسان مړه شوي دي

رېوډي جنېرو 15 جون (اے پي پي﴾ په برازيل كښې په سختو بارانونو كښې 7 كسان مړه او 3 بې دركه شوي دي۔ د برازيل د فائر برېګېډ چارواكو له مخې 5 كسان د زمكې ښوئېدنې په پېښه كښې مړه شوي دي ٬ دغسې نور كسان د سېلابي اوبو له امله مړه شوي دي او درې بې دركه شوي دي۔ د چارواكو له مخې د سېلاب له امله په سړكونو اوبه ولاړې دي او ونې په زمكه پرتې دي۔