په امريكا كښې د ډزو په پېښو كښې 89 كسان مړه او ژوبل شوي

نيويارك 11 جون (اے پي پي﴾ په امريكا كښې د ډزو په پېښو كښې 89 كسان مړه او ژوبل شوي دي۔ د ډزو پېښې درج كوونكي امريكائي مركز وئيلي دي چې د تېرو 24 ساعتونو په مهال د هېواد په بېلا بېلو ايالتونو كښې د ډزو 75 پېښې رامېنځ ته شوې دي چې په نتيجه كښې ئې 19 كسان مړه او 70 ژوبل شوي دي۔ د راپور له مخې د ډزو زياتې پېښې په اېلينوئے٬ اوهايو٬ فلورېډا٬ نيويارك٬ سوئيلي ډكوټا٬ ټېكساس٬ مشي ګن او كېلي فورنيا كښې رامېنځ ته شوې دي۔ د يادونې وړ ده چې په امريكا كښې هر كال د ډزو په پېښو كښې د زرګونو په شمېر كسان مړه او ژوبل كېږي۔