په امريكا كښې د ډزو په پېښو كښې 16 كسان وژل شوي دي

نيويارك 08 جون (اے پي پي﴾ د امريكې په بېلا بېلو ايالتونو كښې د ډزو په پېښور كښې 16 كسان وژل شوي دي۔ د ډزو پېښې رجسټرډ كوونكي امريكائي مركز وئيلي دي چې د تېرو 24 ساعتونو په مهال د هېواد په بېلا بېلو ايالتونو كښې د ډزو 61 پېښې ريكارډ كړې شوې دي چې پكښې 16 كسان مړه او 38 ژوبل شوي دي۔ په راپور كښې وئيلي شوي دي چې په كومو ايالتونو كښې د ډزو پېښې رامېنځ ته شوې دي په هڅو كښې ټېكساس٬ ټېنسي٬ نيوجرسي او پنسيلوانيا شامل دي۔ د يادونې وړ ده چې په امريكا كښې د ډزو په پېښو كښې هر كال د زرګونو په شمېره خلق مړه او ژوبل كېږي۔