په آئي سي سي نړيوال كپ ټورنامنټ كښې به ﴿نن﴾ د پاكستان او هند ترمېنځه مېچ كېږي

مانچسټر 15 جون (اے پي پي﴾ په آئي سي سي نړيوال كپ ټورنامنټ كښې به ﴿نن﴾ د اتوار په ورځ په مانچسټر كښې د پاكستان او هند ترمېنځه مېچ كېږي۔ دا مېچ به د پاكستان په وخت ماسپښين دوه نيمې بجې پېل كېږي۔ د هند لوبډلې په نړيوال كپ كښې تر اوسه درې مېچونه كړي دي چې پكښې ئې دوه ګټلي دي او يو بې نتيجې پاتې شوے۔ د پاكستان لوبډلې تر اوسه څلور مېچونه كړي دي چې پكښې ئې يو مېچ ګټلې ٬ دوه ئې بائيللي او يو د نتيجې نه بغېر پاتې شوے۔