په آئي سي سي نړيوال كپ ټورنامنټ كښې به ﴿نن﴾ د سوئيلي افريقې او وېسټ انډيز ترمېنځه مېچ كېږي پاكستان به خپل څلورم مېچ ﴿سبا﴾ د آسټراليا په ضد كوي

برسټل 10 جون (اے پي پي﴾ په آئي سي سي نړيوال كپ ټورنامنټ كښې به ﴿نن﴾ د نهې په ورځ په برسټل كښې د سوئيلي افريقې او وېسټ انډيز ترمېنځه مېچ كېږي۔ دا به د دې مېګا ايونټ 16م مېچ وي۔ دا مېچ به د پاكستان په وخت ماسپښين دوه نيمې بجې پېل كېږي۔ د يادونې وړ ده چې په دې نړيوال كپ كښې به پاكستان خپل څلورم مېچ ﴿سبا﴾ د شورو په ورځ د آسټراليا په ضد په ټونټن كښې كوي۔ دا مېچ به هم د پاكستان په وخت ماسپښين دوه نيمې بجې پېل كېږي