پاكستانې نژاد برتانوي آرچر دانيال بلال به په نړيوال آرچري كپ كښې د پاكستان نمائندګي ګوي

اسلام آباد 10 جون (اے پي پي﴾ پاكستانې نژاد برتانوي آرچر دانيال بلال به په نړيوال آرچري كپ كښې د پاكستان نمائندګي ګوي۔ د پاكستان آرچري فېډرېشن عمومي سېكتر وصال محمد خان له مخې دا نړيوال آرچري كپ به د جولائي په وړومبې نېټه د المان په پلازمينه برلن كښې پېل كېږي چې پكښې به د ټولې نړۍ نه آرچر ګډون كوي۔ دا ټورنامنټ به د جولائي تر 7مه نېټه روان وي۔ ده ووئيل چې هيله دانيال بلال به په دې ټورنامنټ كښې د غوره كاركردګې څرګندونه وكړي۔ دانيال بلال په برتانيه كښې تربيه ترلاسه كوي۔