مكاؤ 30 جون (اے پي پي﴾ پاكستاني لوبغاړي محمد حمزه خان په اېشين جونيئر انفرادي سكوائش چېمپئن شپ كښې بوائز انډر 15 ټائټل وګټلو۔ ده د مالېزيا لوبغاړي جاؤشم ته ماتې وركولو سره دا ټائټل په خپل نوم كړو۔ دا مېچ د اتوار په ورځ په مكاؤ كښې وشو چې پكښې پاكستان لوبغاړي محمد حمزه خان د غوره كاركردګې څرګندونه كولو سره ټائټل وګټلو۔