ټرمپ په پولینډ كښې د امريكې اضافی عسكرو په تعینات کولو غور

واشنګټن 13 جون (اے پی پی) د امریکې اولس مشر ډونلډ ټرمپ په پولینډ كښې د امريكې 2000 اضافی عسكرو په تعینات کولو غور كوي۔ واشنګټن كښې پولش اولس مشر آنجے ډوډا سره ملاقات نه پس ټرمپ ووئيل دې مقصد لپاره المان يا نورو هېوادونو څخه عسكر پولینډ ته منتقل کیدې شي۔خو په دې اړه تر اوسه كومه پريكړه نه ده شوي۔ پولینډ په خپل خرڅ يوه پوځي اډا جوړولو خوښي لري كومه كښې به چې د امريكې يو زر عسكر تعینات كيدې شي۔ ډوډا له مخې د امريكې 4500 عسكر دا مهال په پولینډ كښې تعینات دي