وفاقي کابینې د تېرو لسو كالو په مهال د 24 زره اربه بهرنيو قرضونو كارولو پړتال لپاره د كمېسون منظوري وركړه

APP69-18 ISLAMABAD: June 18 - Special Assistant to the Prime Minister on Information and Broadcasting Dr. Firdous Ashiq Awan and Special Assistant to PM on Accountability Shahzad Akbar jointly addressing a press conference at PID Media Centre. APP photo by Irshad Sheikh

اسلام آباد 18 جون (اے پي پي) وفاقي كابينې د اېكټ آف پارلمان كال 2017 له مخې تېرو لسو كالو په مهال د 24 زره اربه بهرنيو قرضونو كارولو پړتال لپاره د كمېسون منظوري وركړې ده ٬ اصغر حسېن به د كمېسون مشر وي٬ كمېسون به په شپږو مياشتو كښې حتمي او هره مياشت عبوري راپور حكومت ته د وړاندې كولو پابند وي، وفاقي كابينې دا خبره بيا وكړه چې په كرپشن او لوټ مار كښې ككړ عناصر د پروډكشن آرډر د آسانۍ مستحق نه دي ٬ د پروډكشن آرډر د لارې د جرائم پېشه عناصرو په پارلمان كښې د ګرځېدو واك د قامي اسمبلۍ سپيكر سره دے ٬ سپيكر له پكار دي چې ھغه د سياسي بندي او په كرپشن كښې په ككړو تورنو كښې فرق واضح كړي٬ وفاقي کابینې كرپشن او لوټ مار كوٶنكو ته د پروټوكول په وركولو د تحفظاتو څرګندونه وكړه٬ اعلٰې وزيران دې كرپشن كښې ككړو كسانو ته د پروټوكول وركولو كلتور ختم كړي۔د نهې په ورځ د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د غونډې نه پس د وزيراعظم خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان د وزیراعظم د احتساب خاص مرستيال شهزاد اکبر سره په ګډه خبري كنفرنس ته خپلې وېنا كښې ووئيل جون كال 2008 كښې د هېواد قرضه 6690 اربه روپۍ وه كومه چې په ستمبر كال 2018 كښې 30846 اربه روپو ته رسېدلې ٬ د قوانين له مخې د ټولې قرضې ححم د هېواد د جي ټي پي تر 60 فيصده محدود پكار وي خو يوازې په لسو كالو كښې دا قرض د 60 فيصده نه څو چنده زياته شوې۔ دې ووئيل كابينې ته ووئيل شول قام په قرض كښې ډوبول او يوازې په لسو كالو كښې د هېواد په قرض كښې د 24000 زره اربه روپو اضافې پلټنو لپاره انكوائري كمېسون جوړ كړې شوې ٬ انکوائري کمېسون به د نېب، اېف آئی اے، آئی بی، آئی اېس آئی، مركزي بانك٫ سیکورټی اېکس چینج کمیسون ، اېف بی آر، آډیټر جنرل آف پاکستان، د اے جی پی آر نمائندګانو او د خزانې ډويژن په خاص سېكتر مشتمل وي۔ د كمېسون مشر حسېن اصغر (د نېب دوهم چیئرمېن) ټاكلې شوې دے۔ ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل د كابينې په غونډه كښې د حكومت لخوا په روان كفايت شعارۍ كمپائن خبرو كښې وزیراعظم عمران خان زور رواړې چې د كفايت شعارۍ كمپائن دې لا زيات كړې شي ۔ دې ووئيل پاكستان كښې د ټېكس جمع كولو شرح ډېره كمه ده ٬ دا مهال د هېواد ټېكس ټو جي ټي پي شرح ډېره ټيټه ده۔ ډاکټر فردوس عاشق اعوان ووئيل حكومت سږ كال د 5 نيم زره اربه روپو جمع كولو هدف ټاكلې ٬ دا په دې صورت ممكن كېدې شي كله چې مونږ د ټېكس كلتور ته وده وركړو٬ دې ووئېل د ټېكس كلتور ته وده وركولو لپاره ضروري ده چې مونږ كفايت شعاري خپله كړو۔ دې ووئيل د كفايت شعارۍ كمپان وزيراعظم د خپل ځان نه پېل كړې او د پي اېم هاٶس خرڅ 40 فيصده كمه كړې شوې ۔ وزیراعظم خپل يو كېمپ آفس نه دې جوړ كړې تر دې چې وزیراعظم تر خپله كوره سړك هم د خپل جېب نه مرمت كړې۔ دې ووئيل وزیراعظم به په جولائي كښې امريكې ته ځي او هلته به په ګران هوټل كښې د پاتې كېدو په ځائ د پاكستاني سفير په كور قيام كوي ٬ خاص مرستيالې ووئېل حكومت پرېكړه كړې چې د مری، نتھیا ګلي غوندې ښو ځايونو كښې د اعلٰې وزير٬ ګورنر هاٶس او نور ټول رېسټ هاٶسز به اولس لپاره پرانستلې شي او دې لپاره به په باقاعده توګه اشتهار وركولې شي او دې اقدام سره به نه يوازې د سركاري ودانيو ښه استعمال باوري شي بلكې دې څخه ترلاسه آمدن به د ودانيو په خيال ساتلو خرڅ كولې شي چې ورسره به په سركاري خزانه بوجه كم شي۔ دې ووئېل کابینې پرېكړه كړې چې بيا لپاره به يو تورن ته وي آئي پي پروټوكول نه وركړې كېږي٫ وزیراعظم وئيلي دي چې د نړۍ يو تورن ته پروټوكول نه وركړې كېږي خو د بده مرغه پا