هند٬ بهار ايالت كښې د برېن ناروغۍ له امله 31 ماشومان مړه شول

پټنه 12 جون (اے پي پي) د هند په شمالي ايالت بهار كښې د تېرو لسو ورځو په مهال د برېن ناروغۍ له امله 31 ماشومان مړه شوې دي۔ د ځائي صحت څانګې ادعا كړې ده چې بهار كښې “اېكيوټ اېنسېفلېټس سېنډروم” په لېچي كښې د زهرجنې مادې له امله رامخې ته شوې ځكه چې دغې ماشومانو زياترو ليچي خوړلې وو۔ د يادونې وړ ده چې په كال 2014 كښې دې رنځ څخه په بهار كښې 150 كسان مړه شوې وو