قامي اقتصادي كونسل راتلونكي مالي كال لپاره د جي ډي پي د شرح نمو هدف 4 فيصده ټاكلې

APP33-12 ISLAMABAD: June 12 - Adviser to PM on Finance, Revenue and Economic Affairs Dr. Hafeez Shiekh, Federal Minister for Planning, Development and Reform Khusro Bakhtiar, Minister for Power Omar Ayub Khan, Minister of State for Revenue Hammad Azhar and Chairman Federal Board of Revenue (FBR) Syed Shabbar Zaidi jointly addressing a post budget press conference. APP photo by Irshad Sheikh

اسلام آباد 12 جون (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير مخدوم خسرو بختیار وئيلي دي قامي اقتصادي كونسل راتلونكي مالي كال لپاره د جي ډي پي د شرح نمو هدف 4 فيصده ټاكلې دے٬ د وفاقي پرمختيائي بجټ حجم 950 اربه روپۍ دې ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د پوسټ بجټ خبري كنفرنس په مهال كړې۔ ده ووئيل مونږ 80 فيصده پرمختيائي بجټ روانو پرمختيائي منصوبو لپاره وركوٶ٬ بلوچستان لپاره 70 اربه روپۍ ٬ سوئيلي پنجاب ٬ سندھ او د خېبر پښتونخوا لرو پرتو سيمو لپاره به 50 اربه روپۍ وركولې شي۔ ده ووئيل په علم آډانه معيشت لپاره 43 اربه روپۍ او د هنرمنده ځوانانو پروګرام لپاره 10 اربه روپۍ بېلې كړې شوې