فاطمه جناح پارك كښې د يو اے اي په مرسته د جومات د بنياد تيګه كېښودلې شوه

اسلام آباد 18 جون (اے پي پي) د تخت اسلام آباد په مركزي فاطمه جناح پارك كښې د متحده عرب امارات په مرسته د جومات جوړولو د بنياد تيګه پاكستان كښې د يو اے اي سفير حماد عبېد الزابي كېښودې ده ۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې پاكستان كښې د يو اے اي سفير حماد عبېد الزابي ووئيل د جومات جوړولو مقصد د اسلامي كلتور او د روادارۍ د اقدارو تبليغ كول دي