غريب دوست بجټ د خلقو زړونه ګټلي دي٬ د بجټ بنياد د حكومت په دانشمندو اقتصادي پالېسو كېښودل شوے۔ د محصولاتو دوهم وزير حماد اظهر

اسلام آباد 12 جون (اے پي پي﴾ د محصولاتو دوهم وزير حماد اظهر وئيلي دي چې غريب دوست بجټ د خلقو زړونه ګټلي دي٬ د بجټ بنياد د حكومت په دانشمندو اقتصادي پالېسو كېښودل شوے۔ راډيو پاكستان سره په خبرو كښې ده ووئيل چې د راتلونكي مالي كال 20-2019 بجټ اولس دوست دے۔ ده ووئيل چې حكومت په خام مال او نورو مصنوعاتو ډيوټي كمه كړې كوم چې يو مثبت عمل دے۔ ده ووئيل چې په بېلا بېلو څانګو د سېلز ټېكس يو ډول شرح نافذ كړې شوې۔ ده ووئيل چې مونږ هڅه كړې چې په امير طبقه ټېكس ولګول شي او بل خوا د كم امدن خلقو لپاره تنخا زياته كړې شوې۔ ده ووئيل چې حكومت د فاټا پرمختګ لپاره هم 152 اربه روپې فنډ بېل كړے۔ ده ووئيل چې مونږ هغو څانګو ته پام كړے كومې چې په تېر وخت كښې نظرانداز كړے شوے۔ ده ووئيل چې حكومت كراچې لپاره 9 پرمختيائي پېكجونه او د 43 اربه روپو فنډ بېل كړے۔