د چين دوهم خارجه وزير ژينګ هان هوئي بيان

بیجنګ۔10 جون (اے پی پی) د پاكستان وزيراعظم عمران خان او اولس مشر شي جن پنګ ترمينځه روانه اونۍ د كرغستان ښار بشكك كښې كېدونكې د اېس سي او غونډې په مهال ملاقات كښې به په سيمه ايزو او نړيوالو چارو او د پاك چين اړيكو په وده د خيالاتو څرګندونه كولې شي۔ دا خبره د چين دوهم خارجه وزير ژينګ هان هوئي د ګل په ورځ خپل يو بيان كښې كړې ده۔ ده ووئيل د دواړو لارښودو ترمينځھ ملاقات كښې به د دوه اړخيزه اړيكو ودې سره سره په نړيوالو او سيمه ايزو چارو تفصيلي خبرې كېږي۔ د چين اولس مشر شي جن پنګ د كرغزستان او تاجكستان دورو په اړه د بريفنګ په مهال د اے پي پي د نمائنده لخوا د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د پاکستان او چین لارښودو ترمينځه د ملاقات په انتظاماتو د خيالاتو څرګندونه كولې شي۔ ميډيا ته بريفنګ كښې ده ووئيل اولس مشر شي جن پنګ به د كرغستان سركاري دوره كوي او د اېس سي او بشكك كښې كېدونكې د جون 12 نه تر 14 جون 19 مې د مشرانو غونډه كښې ګډون كوي۔ ده ووئيل بشكك غونډه كښې د بېلو منطقو ترمينځه د شريكې مرستې ودې ٬ د نشائي توكو قاچاق مخنيوي كاروائيو لا مستحكم كولو ٬ د آئي ټي څانګه كښې مرستې ته د ودې وركولو ٬ ماحولياتي تحفظ او د لوبو څانګو كښې د شريكې مرستې په اړه د يو شمېر لوظنامو لاس ليك كېدو امكان دې۔ ده ووئيل چې د اېس سي او 8 غړي هېوادونه ٬ 4 مبصر هېوادونه او 6 مذاكراتي شراكتدار هېوادونه غونډه كښې ګډون كوي۔ د تنظيم په غړو هېوادونو كښې چین ، پاکستان ، روسيه ، هند ، کرغزستان ، قزاخستان، تاجکستان او ازبکستان شامل دي كوم چې په نړيوال معيشت كښې 20 فيصده څخه د زياتو او نړيوالې آبادۍ كښې د 40 فيصده څخه زياتې برخې حصه دار دي