د چين اولس مشر به د جون د 12مې نېټې نه د جون تر 16مه نېټه د كرغېزستان او تاجكستان دوره كوي

بيجنګ 11 جون (اے پي پي﴾ د چين اولس مشر شي جن پنګ به د جون د 12مې نېټې نه د جون تر 16مه نېټه د كرغېزستان او تاجكستان دوره كوي۔ د چين د خارجه وزارت وياند له مخې اولس مشر به د جون د 12مې نېټې نه د جون تر 14مه نېټه د كرغېزستان د اولس مشر په بلنه دكرغېزستان دوره كوي۔ اولس مشر به د شنګهائي مرستې تنظيم د مشرانو په 19مه غونډه كښې ګډون كوي۔ د چين اولس مشر به د كرغېزستان د دورې نه پس د تاجكستان د اولس مشر په بلنه د تاجكستان دوره كوي او په دوشنبې كښې به په يو نړيوال كنفرنس كښې ګډون هم كوي۔