د چينائي اولس مشر لخوا د روسيې دوره

بيجنګ 07 جون (اے پي پي﴾ د چين اولس مشر شي جن پنګ د روسيې په دوره ماسكو ته رسېدلې۔ د ده د دورې مقصد د دواړو هېوادونو ترمېنځه اقتصادي روابط ښه كول دي۔ د دورې په مهال د دواړو مشرانو ملاقات شېډول دے۔ شي جن پنګ وئيلي دي چې هغه باور لري چې دا دوره به ګټوره ثابته شي۔ د يوكرېن په شخړه روسيې سره د غربي هېوادونو اړيكې كړكېچنې شوې دي خو چين سره ئې اړيكې لا ښې شوې دي۔