د وزيراعظم عمران خان د هداياتو په ړنا كښې آن لائن سي وېزه رجيم په كاميابې سره روان دے

اسلام آباد 16 جون (اے پي پي﴾ د وزيراعظم عمران خان په خاص هداياتو خارجه وزير آن لائن سي وېزه رجيم پېل كړے كوم چې په كاميابې سره روان دے۔ د خارجه وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې د نادرا ريكارډ له مخې تر اوسه 9931 اي وېزه خواستونه ترلاسه شوي دي چې پكښې 7160 كسانو ته فوري وېزه جاري كړې شوې٬ په 2446 خواستونو غور روان دے٬ 325 خواستونه په تكنيكي وجوهاتو در كړې شوي دي۔ د بيان له مخې خارجه وزير شاه محمود قريشي وئيلي دي چې زمونږ نوې وېزه رجيم په كاميابې سره روان دے او مطلوبه نتيجې ئې راوځي۔ ده ووئيل چې خلق كاروبار٬ سېلګرې او د تعليم په عرض پاكستان ته راتللو لپاره د سي وېزه د اسانيې څخه استفاده كوي۔