د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان په نېشنل پرېس كلب كښې خبريالانو سره خبرې

اسلام آباد 16 جون (اے پي پي﴾ د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي چې د بلاول بهټو او مريم صفدر په ملاقات به د بېنظير بهټو روح بې آرامه شوې وي٬ د رائيونډ په هال كښې د سېون سټار اسانيو نه د خوند اختسل كېدو نه پس د پلار بچ كولو په كمپائن خبرې شوې دي٬ د سزا شوې شاهزادګې لخوا نننې بيان د عمران خان د اېجنډې بريا ده٬ وزيراعظم عمران خان چې كوم انكوائري كميسون جوړوي٬ د دې په وجه په رائيونډ كښې د سينې درد مخ په زياتېدو دے٬ مريم اورنګزېب د راج كماري وينځه ده٬ د هغې نفسياتي علاج لپاره زه پخپله كافي يم٬ مولانا فضل الرحمان په وړومبي ځل د سركاري اسانيو نه محروم شوے۔ د اتوار په ورځ په نېشنل پرېس كلب كښې خبريالانو سره په خبرو كښې هغې ووئيل چې د ټول قوم پام د پاكستان او هند ترمېنځه د كركټ مېچ ته دے٬ِ زه نه قوم تقسيمول نه غواړم خو د يو سياسي ټولګي د سياستدان مرګ شوے ځكه هغوي راغونډ شوي او د اثاثو بچ كولو په حكمت عملې غور كوي۔ د خوراكونو اوږد لسټ د دې خبرې ثبوت دے چې څنګه د اولس په مسئلو خبرې كېدے۔ هغې ووئيل چې هغه قومي لوبډلې لپاره دعا كوي٬ لوبډله به متحد كېدو سره پاكستان لپاره لوبه كوي۔ د بلاول بهټو او مريم صفدر په ملاقات به د بېنظير بهټو روح بې آرامه شوې وي٬ د رائيونډ په هال كښې د سېون سټار اسانيو نه د خوند اختسل كېدو نه پس د پلار بچ كولو په كمپائن خبرې شوې دي۔ د پلارانو په نړيواله ورځ به دواړو ماشومانو خپل پلاران ډېر ياد كړي وي۔ هغې ووئيل چې په كومه محكمه كښې د اختيار غلط استعمال شوے وي٬ِ كميسون به ئې پلټنې كوي۔ د خواجه آصف او احسن اقبال كېسونه كميسون ته لېږو۔ هغې ووئيل چې د سزا شوې شاهزادګې لخوا نننې بيان د عمران خان د اېجنډې بريا ده٬ وزيراعظم عمران خان چې كوم انكوائري كميسون جوړوي٬ د دې په وجه په رائيونډ كښې د سينې درد مخ په زياتېدو دے٬ مريم اورنګزېب د راج كماري وينځه ده٬ د هغې نفسياتي علاج لپاره زه پخپله كافي يم٬ مولانا فضل الرحمان په وړومبي ځل د سركاري اسانيو نه محروم شوے۔