د وزيراعظم خاص مرستيالې ثانيه نشتر لخوا د سيكا د مشرانو په پنځم كنفرنس كښې د وزيراعظم د خاص استازې په حېث ګډون

اسلام آباد 16 جون (اے پي پي﴾ د وزيراعظم خاص مرستيالې ثانيه نشتر په تاجكستان كښې د سيكا د مشرانو په پنځم كنفرنس كښې د وزيراعظم د خاص استازې په حېث ګډون وكړو۔ د دې كنفرنس موضوع په اسيا كښې د باور جوړولو اقدامات او مباحثه وه۔ ثانيه نشتر كنفرنس ته وېنا وكړه۔ په خپله وېنا كښې د وزيراعظم خاص مرستيالې په منطقه كښې امن لپاره د پاكستان په هڅو او د كشميريانو د آزادې په قانوني هڅو رڼا واچوله۔ د مشرانو د دې كنفرنس مشري د تاجكستان اولس مشر وكړه۔ په دې كنفرنس كښې 27 غړو هېوادونو او يو شمېر مبصر هېوادونو ګډون وكړو۔ د دې په اعلاميه كښې د ترهګرې د خاتمې د حكمت عملې احاطه هم شوې۔ په اعلاميه كښې د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د ترهګرې د مخ نيوي بندېزونه د سياست د نظر كېدو د خطرو څخه خبر كړې شوي دي۔