د هند په بهار ايالت كښې د تودوخې له امله 56 كسان مړه شوي دي

پټنه 16 جون (اے پي پي﴾ د هند په بهار ايالت كښې د تودوخې له امله 56 كسان مړه شوي دي۔ سركاري ذريعو له مخې په اورنګ آباد٬ ګيا او نواد ضلعو كښې د تودوخې درجه 46 ډګري سېنټي ګرېډ ته رسېدلې۔ د تودوخې له امله په اورنګ آباد كښې 30 ٬ په ګيا كښې 19 او په نواد ضلع كښې 7 كسان مړه شوي دي۔ په اورنګ آباد كښې د روغتون چارواكو وئيلي دي چې تېره ورځ د تودوخې له امله 80 رنځوران روغتون ته رواړل شوي چې پكښې 30 مړه شوي دي۔