د نړۍ آبادي به تر كال 2050 9.7 اربه ته ورسيږي ۔ ملګروي ملتونه

ملګري ملتونه 18 جون (اے پي پي) د نړۍ آبادي به تر كال 2050 تر 9.7 اربه ته ورسيږي كومه چې دا مهال 7.7 اربه ده۔ د ملګرو اقتصادي او د سماجي چارو د ادارې د آبادۍ ډويژن خپل راپور كښې وئيلي دي كه د نړۍ آبادۍ كښې اضافه په موجوده رفتار پاتې شي نو دا به د دې پېړۍ تر پائې 11 اربه ته ورسيږي ۔ د ملګرو ملتونو اقتصادي او سماجي چارو لپاره انډر سېكترلوزین من وئيلي دي د غريبو هېوادونو په آبادۍ كښې په تندۍ سره اضافه روانه ده چې له امله ئې د تعليم او صحت لپاره غوره آسانۍ وركول ٬ د صنفي مساوات وده او د غربت خاتمې چېلنجونه رامخې ته دي٬ په دې هېوادونو كښې هند٬ نائیجیریا ٬کانګو٬ ایتھوپیا٬ تنزانیه انډونیزيا٬ پاکستان او مصر شامل دي۔ راپور كښې وئيلي شوې د ځېنې افريقائي هېوادونو آبادي تر كال 2050 يو په دوه كېدو امكان دے او د بېلا بېلو هېوادونو لخوا كډه كول هم په آبادۍ كښې د اضافې يو سبب دے