د لېبيا په پلازمينه طرابلس كښې د مخالفو ډلو په نښته كښې 42 وګړي وژل شوي دي

ملګري ملتونه 15 جون (اے پي پي﴾ د لېبيا په پلازمينه طرابلس كښې د مخالفو ډلو په نښته كښې 42 وګړي مړه او 167 ژوبل شوي دي۔ د ملګرو ملتونو وياند سټېفن دوجارك وئيلي دي چې په طرابلس او شا او خوا سيمو كښې په نښته كښې 42 كسان مړه او 167 ژوبل شوي دي۔ ده ووئيل چې په دې موقع د زرګونو په شمېر خلق نيول شوي هم دي۔