د قومي اسمبلۍ غونډه به د دوه ورځو دمې نه پس ﴿نن﴾ بېرته پېل كېږي

اسلام آباد 16 جون (اے پي پي﴾ د قومي اسمبلۍ غونډه به د دوه ورځو دمې نه پس ﴿نن﴾ د ګل په ورځ مازيګر 4 بجې بېرته پېل كېږي۔ د غونډې مشري به د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر كوي۔ په غونډه كښې به د راتلونكي مالي كال په وفاقي بجټ بحث پېل كېږي۔ د مخالفې ډلې مشر شهباز شريف به بحث پېل كوي۔