د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر داخله چارو لپاره د قومي اسمبلۍ قائمه كمېټۍ غونډه كښې خبرې

APP26-10 ISLAMABAD: June 10 – Speaker National Assembly Mr.Asad Qaiser attended the meeting of Standing Committee on Interior on Special invitation in Parliament House to discuss the brutal murder of three brothers in Charssadda,KPK. APP

اسلام آباد ۔ 10 جون (اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر وئيلي دي چارسده كښې د وژلې شويو درې وروڼو وارثانو ته به انصاف وركوو۔ د تورنو نيولو له به هر ډول ګامونه پورته كولې شي۔ وارثانو له به پېكج اعلان كولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ داخله چارو لپاره د قومي اسمبلۍ قائمه كمېټۍ غونډه كښې خبرو كښې وكړه۔ داخله چارو لپاره د قائمه كمېټۍ غونډه د كمېټۍ چيئرمېن راجه خرم نواز په مشرۍ كښې وشوه۔ غونډه كښې د كورنيو چارو وفاقي وزير برېګېډیئر (ر) اعجاز احمد شاہ ، د مردان آر پي او او د كمېټۍ نورو غړو ګډون وكړو۔ غونډې ته خپل خطاب كښې د قومي اسمبلۍ سپيكر ووئيل چې زمونږ د قومي اسمبلۍ غړي هم د درې وروڼو وژنې په پېښه اندېښنې سره مخ دي۔ مونږ له به د درې واړو وروڼو وارثانو ته انصاف وركول وي۔ د تورنو نيولو له به هر ډول ګامونه پورته كول وي۔ ددې وروڼو وارثانو له به يو پېكج اعلان كول وي۔ د درې وروڼو مړه كېدو نه وروستو يو ضعيفه مور او ماشومان پاتې شوي دي په دې لړ كښې پېكج جوړ دې كړې شي او كمېټۍ ته دې وركړې شي۔ په دې مهال داخله وزير اعجاز احمد شاه ووئيل تورن د ډزو په زياترو پېښو كښې ككړ پاتې شوې دې۔ وفاقي وزير ووئيل مونږ د تورن ملائشيا څخه د راوستلو بشپړه هڅه كوو۔ سپیکر اسد قېصر داخله وزير څخه په دې لړ كښې اپ ډېټس وپوښتل۔ په دې مهال غونډې ته خطاب كښې د مردان آر پي او ووئيل چې چارسده كښې د درې وروڼو د قتل مقدمه په فوري توګه درج كړې شوې ده۔ ده ووئيل ددې پېښې ترهګرۍ سره هېڅ تعلق نشته۔ آر پی او خپل راپور كښې ووئيل چې په معمولي خبره درې وروڼه كور ته رابللو سره بې دردۍ سره ووژلې شول۔ ده ووئيل د درې واړو وروڼو مور او د دوئي بچي د تورنو نيولو له در په در ګرځي۔ غونډې ته خپل خطاب كښې د قومي اسمبلۍ غړي فضل محمد خان ووئيل دا ډول يوه پېښه وړاندې هم شوې وه په كومه كښې چې دوه وروڼه وژلې شوي وو او د دوئي پښې ٬ لاسونه او غوږونه كټ كړې شوې وو۔