د سېفران او د نشه اي توكو د مخ نيوي وزير شهريار خان آفريدي د اېران د كورنيو چارو دوهم وزير حسېن ذوالفقاري سره په ملاقات كښې خبرې

اسلام آباد 16 جون (اے پي پي﴾ د سېفران او د نشه اي توكو د مخ نيوي وزير شهريار خان آفريدي وئيلي دي چې پاكستان او اېران په تاريخي٬ مذهبي او كلتوري رشتو كښې يو بل سره تړلي دي٬ د وزيراعظم عمران خان لخوا د اېران دوره د دواړو هېوادونو ترمېنځه د اړيكو قوي كېدو سبب ګرځېدلې٬ سره د محدودو مالي وسيلو د افغان كډوالو مرسته كوو٬ دا د نړۍ يواځنې هېواد دے كوم چې كډوال په كېمپونو كښې د ساتلو په ځائ دوي ته د عام پاكستاني برابر موقعې وركړې دي۔ ده دا خبرې د اتوار په ورځ د اېران د كورنيو چارو دوهم وزير حسېن ذوالفقاري سره د ملاقات په مهال وكړې۔ په دې موقع د سېفران سېكتر محمد اسلم او د افغان كډوالو چيف كمشنر سليم خان هم موجود وو۔ شهريار خان آفريدي ووئيل چې پاكستان د مدينې د انصارو تقليد كولو سره په خپلو محدودو مالي وسيلو كښې هم د افغان كډوالو مرسته كوي۔ دا د نړۍ يواځنې هېواد دے كوم چې كډوال په كېمپونو كښې د ساتلو په ځائ دوي ته د عام پاكستاني برابر موقعې وركړې دي او هغه ئې په ټولنه كښې شامل كړي دي۔ ده ووئيل چې د وزيراعظم عمران خان وژن د اسلامي هېوادونو ترمېنځه غلط فهمې ختمولو سره يو ملت جوړول دے او هغه به د اسلامي هېوادونو ترمېنځه غلط فهمې ختمولو لپاره كار روان ساتي۔ شهريار خان آفريدي ووئيل چې نړې د كډوالو په ضد قانون سازي كوي بل خوا وزيراعظم عمران خان څوارلس لكه افغان كډوالو ته د بانك اكاونټ پرانستلو اسانيې وركولو سره دوي ته د پاكستاني وګړو برابر قانوني حقوق وركړل چې مثال ئې نشته۔ د اېران د كورنيو چارو دوهم وزير ووئيل چې كومه دريمه ډله يا هېواد د پاكستان او اېران په مېنځ كښې غلط فهمې نه شي پېدا كولې۔ ده ووئيل چې د وزيراعظم عمران خان لخوا د اېران دوره ډېره كاميابه وه۔ ده ووئيل چې دواړه هېوادونه د دېرش كلونو نه د افغان كډوالو مېلمستيا كوي او نن هم د دېرش لكو نه زياتو افغان كډوالو ته ټولې اسانيې وركوي۔ ده ووئيل چې د وزيراعظم عمران خان د اېران دورې سره په اړيكو كښې مثبت بدلون راغلې او مونږ پاكستان سره په ګډه د اسلامي امت يووالي لپاره تيار يو۔