د سوريې په ادلب ولايت كښې د سوريې ځواكونو په تازه بريدونو كښې 8 كسان وژل شوي دي

دمشق 11 جون (اے پي پي﴾ د سوريې په ادلب ولايت كښې د سوريې ځواكونو په تازه بريدونو كښې 8 كسان وژل شوي دي۔ د خبر له مخې په ادلب كښې د ياغيانو په سيمه كښې بمباري زياته كړې شوې او په تازه بريدونو كښې 8 كسان مړه او 24 ژوبل شوي دي۔ د سوريې د بشري حقونو څارګرې ډلې د دې خبرونو تصديق كولو سره وئيلي دي چې د ګڼ شمېر ژوبل شويو كسانو حالت اندېښمن دے۔ داسې اطلاعات دي چې په ادلب او حما كښې د سوريې هوائي ځواكونو 65 بريدونه كړي دي۔