د روان مالي كال 19-2018 اقتصادي سروے جاري كړې شوه ٬

APP51-10 ISLAMABAD: June 10 - Advisor to Prime Minister on Finance, Revenue and Economic Affairs Abdul Hafeez Shaikh addressing during launching ceremony of Pakistan Economic Survey 2018-19. APP photo by Irshad Sheikh

اسلام آباد 10 جون (اے پي پي) د روان مالي كال 19-2018 اقتصادي سروے جاري كړې شوې٬د خزانې صلاحكار لخوا معاشي استحكام او د ادارو بهترۍ لپاره 7 نكاتي تږ لاره اعلان كړې شوې٬د زرعي څانكې شرح نمو 0.9 فيصده ٬د صنعتونو 1.4 فيصد٬د خذماتو د څانګې 4.7 فيصد٬ د عبوري جي ډي پي شرح نمو اندازه 3.3 فيصد٬ د ځنګلاتو د څانګې 6.47 فيصده٬د كان كنۍ د څانګې منفي 1.6 فيصده ٬ د تجارت څانګې 3.1 فيصد٬د مواصلات د څانګې 3.34 فيصد ه ٬د رېلوے د څانګې 38.93 فيصد٬د فضائي څانګې 3.38 فيصده ٬ د روډ ټرانسپورټ څانګې 3.85 فيصده٬ د ماليات او بيمي د څانګې 5.14 فيصد٬د عمومي حكومتي خذماتو 7.9 فيصد٬د برېښنا او ګاز د څانګې شرح نمو 40.54 فصيده رېكارډ كړې شوې ده ٬د روان مالي كال په مهال د غنمو پیداوار 25.195 ملين ټنه رېكارډ كړې شوې كوم چې د تېر مالي كال نه 0.5 فيصد زيات دے ٬د زرعي څانګې شرح نمو د 19 -2018 د 3.8 فيصد په مقابل كښې 0.85 فيصد رېكارډ كړی شوې۔د ګل په ورځ د خزانې صلاحكار عبدالحفيظ شېخ اقتصادي سروے وړاندې كړه۔په دې موقع د پیټروليم وفاقي وزير عمر ايوب خان٬د محصولاتو دوهم وزير حماد اظهر٬د وزيراعظم د تجارت او سرمايه كارۍ صلاحكار عبدالرزاق داؤد٬د اېف بي آر چيئرمېن شبر زيدي او د اقتصادي ډلې نور غړي هم موجود وو۔د خزانې صلاحكار عبدالحفيظ شېخ معاشي استحكام او ادارو بهترۍ لپاره د 7 نكاتي حكمت عملۍ اعلان كولو سره ووئيل تېرو حكومتونو هېواد په قرضونو كښې ډوب كړې٬د هېواد بهترۍ لپاره مونږ له مهمې پريكړی كول دي۔تجارتي خساره 32 اربه ډالره او قرض 31 زره اربه روپو ته رسېدلې۔په يوه ورځ دوو كښې به لويې پريكړې رامخې ته شي٬كمزورو طبقو سره به چې څومره كېدې شي حكومت مرسته كوي٬ ده ووئېل د برېښنا وړو صارفينو لپاره بيعه نه زياتېږي ۔معيشت به د فوري خطرې نه ويستلو سره د استحكام پلو راوستلې شي ٬د نجي څانګې د لارې به د معيشت پل روانول وي۔ ده ووئېل حكومت به په نوي بجټ كښې په كمزورې طبقه بوج نه اچوي٬مالداره خلقو له به ټېكس لازمي وركول وي٬د كفايت شعارۍ د لارې به خرڅونه كموو٬ عبدالحفيظ شيخ ووئېل د لويې نه لويې سړې او ادارې له به كفايت شعاري كول وي۔د اثاثو څرګندولو د سكيم نتيجې به د جون تر 30مه نېټې راوځي۔د زيات آمدن لرونكې طبقې ته به معاشي استحكام لپاره حكومت سره مرسته كول وي۔د خزانې صلاحكار ووئيل مونږ هڅه كوو چې اولس ته د معيشت درسته وضعه وړاندې كړو او د سخت صورتحال په اړه اولس لپاره د كېدونكو اقداماتو څخه تاسو خبر كړو۔د معيشت پرمختګ او د روزګار نوې موقعې راپېدا كولو ته پام لرنه كوو چې دغسې د اولس هيلې تر سره شي۔ ده ووئېل يوه خبره څرګنده ده چې كله اوسنې حكومت تېر كال اقتدار ته راغلو نو په پاكستان كښې اقتصادي صورتحال څه ؤ ؟ او مونږ په دې ځاې ولې ولاړ يو٬زمونږ معاشي كمزورۍ ولې څرګندېږي٬مونږ معدنيات كركيله او د افرادي قوت پشمول نورې زياتې وسيلې لرو٬پاكستان څو سوه كلوميټره اوږه ساحلي پټۍ لري خو سره د دې څه وجه ده چې مونږ هر څو كاله پس آئي اېم اېف ته په تللو مجبور شو۔ ده ووئېل اوسني حكومت ته په ورثه كښې څه پاتې شوي ٬دا د دې كال اقتصادي جائزه ده او مونږ لپاره دا مهمه ده چې مونږ پھ دې ځان پوهه كړو چې آخر څه وجه ده چې معاشي مشكلات رامخې ته كېږي٬په دې لړ كښې اولس ته هم معلومه ده چې او مونږ له به معاشي شمېرې په ايماندارۍ سره ښودل وي ٬ ده ووئېل كله چې دا حكومت په كال 2018م كښې اقتدار ته راغلو نو معاشي پوزېشن څه ؤ ٬زمونږ د قرض حجم 31 زره اربه روپۍ وو٬دا هر څه د اوسني حكومت په لس يوولسو مياشتو كښې نه دي شوي٬ د خظانې صلاحكار ووئېل دا دومره لويې قرض اخستلې شوې٬زمونږ قرض دومره زيات شوې چې راتلونكې كال به مونږ ته په دې 3 زره اربه روپۍ سود وركول وي تاسو اندازه ولګوۍ چې د اېف بي آر د ټېكس وصولۍ هدف 5500 اربه روپۍ وي او د اېن اېف سي نه پس چې صوبو ته پيسې وركړی شي نو وفاقي حكومت سره يوازې درې زره اربه روپۍ پاتې كېږي او مونږ ته په قرض او د سود په ادائيګۍ 2900 اربه روپۍ وركول وي نو څه به كېږي۔ده ووئيل چې د 31 زره اربه روپۍ په قرض چې 3 زره اربه روپۍ سود وركړی شي نو دا يوه لويه مهمه مسئله ده ٬ ده ووئېل د بهرنيو هېوادونو نه چې كوم قرض اخستې شوې هغه نزدې 100 اربه ډالر دے۔او بل خوا زمونږ د ډالر ګټلو استعداد كښې د تېرو لسو كلونو په مهال 0 فيصده اضافه شوې او په پنځو كلونو كښې زمونږ برآمدات هم 0 فيصده زيات شوي۔ ده ووئېل پنځه كاله پس هم زمونږ برآمدات 20 اربه ډالر دي٬دا دوهمه مهمه معامله ده كومه چې زمونږ معيشت لپاره يوه مسئله ده ٬ له دې له امله زمونږ په روپۍ فشار وي او په قدر كښې يې كمې كېږي ځكه چې مونږ د خپل معاشي استعداد نه زيات قرض اخستې۔ده ووئيل د دې قرضونو وركولو لپاره زمونږ صلاحيت هم آغېزمند كېږي٬په دې اړه حكومت تېر كال جې كوم اقدامات كړي هغه به هم تاسو سره شريكولې شي۔ده ووئيل دوه كاله وړاندې سټېټ بانك سره د زرمبادله ذخيرې اتلس اربه ډالر وې كومې چې د اوسني حكومت د جوړیدو په وخت 9 اربه ډالره پاتې شوې دغسې د كرنټ اكاؤنټ خساره د تاريخ لوړې كچې 20 اربه ډالرو ته رسېدلې٬ده ووئېل د هېواد تجارتي خساره 32 اربه ډالر ده ٬ ده پوښتنه وكړه مونږ دې صورتحال سره مخ ولې يو او دا صورتحال چا راپېدا كړې٬د دې به فكر كول وي۔د خظانې صلاحكار ووئيل زه په چا تور نه لګوم خو د يوې اوږدې مودې نه د هېواد بنيادي مسئلو سره سره اصلاحاتو ته پام نه دې شوې او نه برآمدات زياتولو ته پام لرنه شوې٬ده ووئيل د تېرو 20 ٬ 25 كلونو په مهال د آسيا پشمول د نړۍ يو شمېر هېوادونو اقتصادي پرمختګ كړی او هغو هېوادونو پرمختګ كړې كومو چې خپل برآمدات زيات كړي او په دې لړ كښې يې په يوه جامع حكمت عملۍ عمل كړې۔ده ووئيل د تېرو لسو كلونو په مهال زمونږ برآمداتو 0 فيصد زيات شوې٬ د تېر وخت حكومتونو خرڅونو كمولو ته پام نه دې كړې او نه يوې په آمدن او خرڅونو كښې فرق كم كړی كوم چې 2300 اربه روپۍ وو۔ده ووئيل كه كوم هېواد د خپل آمدن نه دومره زيات رقم خرڅ كړي نو هغه ته به قرض اخستل وي يا به نوې نوټونه چهاپ كول وي او نرخونه به زياتول وي۔ده ووئيل د اقتصادي عدم توازن له امله زمونږ زيان دومره زيات شوې چې اوس اقدامات كول ډېر ضروري دي۔وزيراعظم عمران خان قوم سره لوظ كړې چې سختې پريګړې كولو سره به حالات په مستقل توګه ښه كوي٬كه په دې كښې د شپږو مياشتو يا د كال موده هم اولګي۔د خزانې صلاحكار ووئيل اوس مونږ خساره كمولو او د اولس ستونزو ختمولو ته پام كوو۔ده ووئيل موڼږ لپاره وړومبۍ خطره دا ده چې درآمدات كم كړې شي او په دې لړ كښې اقدامات وكړی شي چې دغسې د ډالر د كمي مسئله حل كړی شي۔مونږ ته به د عيش د څيزونو په درآمداتو پابندي لګول وي٬كه مالداره خلق داسې څيزونه اخلي نو دوي له به زيات قيمت وركول وي ٬ ده ووئېل اوس دا پريكړه شوې چې په درآمداتو به ډيوټي زياتولې شي چې دغسې درآمدات كمېدو سره سره د حسابات جاريه خساره كمه شي۔ده ووئيل برآمدات كښې اضافې لپاره د حكومت لخوا برآمد كوونكو ته مراعات وركړې شوي او حكومت سبسډي وركړې٬زمونږ اراده وه چې د برآمد كوونكو مرسته وكړو ۔۔ده ووئيل دغسې حكومت غېر ملكي څانګې ته اهميت وركولو سره نړيوالې ټولنې سره خپلې اړيكې ښې كړې او وزيراعظم عمران خان په خپلو ذاتي هڅو سعودي٬متحده عرب امارات او د چين نه 9.2 اربه ډالره ترلاسه كړي چې د زرمبادله ذخيرې مستحكمې شي ٬ ده ووئېل د پیټروليم مصنوعاتو په درآمداتو موخر ادائيګۍ لپاره د سعودي عرب څخه د 3.2 اربه ډالرو آسانې ترلاسه كړی شوې او اسلامي پرمختيائي بانك هم د 1.1 اربه ډالرو مرسته وكړه۔د خزانې صلاحكار ووئيل حكومت پريكړه كړې چې معاشي استحكام لپاره به آئي اېم اېف سره هم شركت كولې شي چې دغسې نړۍ اوګوري چې مونږ په خپلو اخراجاتو او آمدن كښې توازن لپاره تيار يو او په دې عمل هم كوو۔ده ووئيل په راتلونكو ورځو كښې به د كفايت شعارۍ په اړه لويې لويې پريكړې كولې شي٬حكومت پريكړه كړی چې آئي اېم اېف سره به د 6 اربه ډالرو لوظ نامه كولې شي٬د دې نه علاوه به د آسيائي پرمختيائي بانك او نړيوال بانك څخه هم 3.2 اربه ډالره مالي مرسته ترلاسه كولې شي۔ده ووئيل دې اقداماتو سره هېواد پھ مستقل بنيادونو نه شي خوشحاله كېدې خو مونږ ته خپلې زريعي قوي كول دي چې دغسې د پائيدار اقتصادي پرمختګ اهداف ترلاسه كړی شي۔ده ووئيل تر ټولو مهمه نكته دا ده چې مونږ افرادي قوت ته پام وكړو او د دوي د كار استعداد زيات كړو۔په نړيوال ماركيټ كښې د زيات طلب مصنوعات تيارولو سره دوي ته برآمد كړو۔ده ووئيل د حكومت اقتدار ته د راتللو نه پس يو بل مهم څيز دا مخې ته راغلې چې د برېښنا٬ګاز٬رېلوے او د پي آئي اے پشمول نورې لويې حكومتي ادارې دننه نه خالي وې او په ډېر منظم ډول لوټلې شوي٬د غريب اولس پيسه پھ دوي نه ده خرڅ كړې شوې٬ده ووئيلپه تېر وخت كښې د سركاري ادارو اخراجات 1300 اربه روپو ته رسېدلې او دا لويه خساره وه٬حكومت د دې سمولو هڅه كړې او په نتيجه كښې يې د برېښنا په څانګه كښې ښې نتيجې رامخې ته شوي۔ده ووئيل د څو كلونو مسئلې په سمدستي توګه نه شي حل كېدې خو د حكومت نيت دې چې دا مسئلې په مستقله توګه ختمې كړی شي او په دې لړ كښې به تاسو شواهد راتلونكو ورځو كښې اوينۍ۔ده ووئيل دا ټول كارونه حكومت په دې كال كښې كړې٬ده ووئيل يوه بله لويه مسئله دا ده چې مالداره خلك ټېكس نه وركوي٬كه مونږ ټېكس جمع نه كړی شو نو د هېواد اخراجات٬د قرضو ادائيګي يا په دې ادا كېدونكې سود به نه شو وركولې٬دا يو بنيادي سوال دے چې د ټېكس دائره څنګه زياته كړی شي٬ دهة ووئېل د حكومت په آمدن كښې اضافې لپاره حكومت ايمنسټي سكيم هم معرفي كړې چې نتيجې به يې تر 30 جون 2019 راوځي۔ده ووئيل مونږ ته نور هم يو شمېر كارونه كول دي چې دغسې د اقتصادي پرمختګ اهداف ترلاسه كړې شي۔د خزانې صلاحكار عبدالحقيظ شيخ ووئيل كه د كوم څيز بيعه زياتېږي نو حكومت ستونزو سره مخ كېږي ځكه چې حكومت ستاسو په رايه جوړ شوي وي او اولس ته به ځواب وركول وي۔ده ووئيل كه په نړۍ كښې د تېلو بيعه زياته شي نو حكومت يې څنګه كمولې شي۔ده ووئيل كه د كوم هېواد حكومت ډېر امير وي نو اولس ته رېليف وركولې شي ګنې داسې ممكن نه دي۔د خزانې صلاحكار ووئيل د بېلا بېلو مسئلو سره هم حكومت كمزور طبقې لپاره هر ډول مرسته باوري كوي۔په دې لړ كښې د كمې برېښنا استعمالونكو صارفينو ته مراعات وركولې شي۔ده ووئيل د پاكستان اولس ته وئېل غواړم چې كمه برېښنا استعمالونكو لپاره به د برېښنا بيعې نه زياتېږي٬په دې به حكومت سبسډي وركوي۔دې سبسډۍ لپاره 216 اربه روپۍ اېښودلې شوي۔ده ووئيل حكومت سره د معاشي فشار اولس ته رېليف وركولو لپاره اقدامات كوي٬حفيظ شېخ ووئيل حكومت د راتلونكي مالي كال په بجټ كښې د سماجي تحفظ بېلا بېلو پروګرامونو لپاره په بجټ كښې اضافې سره سره يو شمېر نوې سكيمونه هم معرفي كړی او د روان كال پھ مقابل كښې راتلونكې كال لپاره په دې لړ كښې بجټ يو په دوه كړی شوې۔ده ووئيل درېمه لويه ترجيح نړيوالې ټولنې سره ښې اړيكې او په كاروبار كښې اضافه ده دغسې په هېواد كښې دننه د كاروبار پرمختګ او آسانيو ته پام لرنه كوو۔د ټېكس دائره زياتول دي٬په دې موقع د پیټروليم وفاقي وزير عمر ايوب خان ووئيل د تېل او ګاز په څانګه كښې به 40 نوې بلاكونه نيلامۍ لپاره وړاندې كولې شي٬د برېښنا غلا مخ نيوي لپاره به آټو ميټرنګ نظام معرفي كولې شي٬د ډسټري بيوشن په څانګه كښې د 20 اربه ډالرو د سرمايه كارۍ موقعې شته٬د شمسي توان په اړه د 4 اربه ډالرو سرمايه كاري كېدې شي۔د روژې په مياشت كښې د برېښنا لوډشېډنګ نه دې شوې٬د وړوكې اختر پھ موقع هم د وزيراعظم عمران خان په خاص هدايت لوډشېډنګ نه دې شوې٬ ده ووئېل د تېرو 7 مياشتو په مهال د برېښنا په مد كښې د 91 اربه روپو نه زياته وصولي شوې ده ۔