د راتلونكي مالي كال 20-2019 د 8238 اربه 10 كروړه روپو وفاقي بجټ قامي اسمبلۍ ته وړاندې كړی شو

APP49-11 ISLAMABAD: June 11 - Minister of State for Revenue Muhammad Hammad Azhar delivering Budget Speech 2019-2020 in Parliament House. APP

اسلام آباد 11 جون (اے پي پي﴾ د راتلونكي مالي كال 20-2019 د 8238 اربه 10 كروړه روپو وفاقي بجټ قامي اسمبلۍ ته وړاندې كړی شو۔ راتلونكي مالي كال بجټ خساره به 3151 اربه روپۍ وي كومه به چې د ټېكس اصلاحاتو د لارې تر سره كولې شي٬په چينۍ٬خوراكي تېلو٬ګاډو او د سېګريټو پشمول په نورو څيزونو د ټېكس شرح كښې د زياتوالي تجويز لرو ۔د ګرېډ 1 نه تر 16 د سركاري ملازمانو پھ تنخاګانو او پنشن كښې د لس فيصده اېډهاك رېليف وركولو تجويز شته ٬د ګرېډ 17 نه تر 20 ملازمانو له به 5 فيصده اېډهاك رېليف وركولې شي٬كم نه كم اجرت 17500 كړې شو٬تنخادارې طبقې لپاره به د 6 لكه روپو په كلن او غېر تنخادارې طبقې لپاره به د څلور لكه روپو نه په زياتو روپو انكم ټېكس وركول وي٬راتلونكي مالي كال لپاره د ټېكس محصولاتو هدف 5555 اربه روپۍ مقرر كړی شوې٬نړيوال مالياتي فنډ سره د 6 اربه ډالرو د پروګرام لوظ نامه شوې٬د آئي اېم اېف د بورډ څخه د منظورۍ نه پس به په دې لوظ نامه عمل پېل شي٬د سول حكومت خرڅونه د 460 اربه روپو نه 437 اربه روپو ته راوستلې شوي٬عسكري بجټ به د اوسني كال په كچه يعني 1150 اربه روپۍ په ځاې ساتلې شي۔ د نهې په ورځ په قومي اسمبلۍ كښې د پاكستان تحريك انصاف د وفاقي حكومت وړومبې بجټ وړاندې كولو سره د محصولاتو دوهم وزير حماد اظهر ووئيل چې زه د جمهوری حكومت وړومبنې كلن بجټ وړاندې كولو سره د لوے څښتن شكر ادا كوم٬ د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ كښې يو نوې مزل پيل شوې۔ تحریك انصاف نوې سوچ، نوې لوظ لري او يو نوې پاكستان جوړوي۔ ده ووئيل چې د 22 كالو هلو ځلو او د پاكستانو وګړو په خوښه نن مونږ دلته راغلې يو۔ اوس وخت راغلې چې د وګړو ژوند بدل شي، د اولسي چوكو څخه د كرپشن ختمولو، ادارو كښې میرټ راوستلو، معیشت ښه كولو او كوم وګړي چې شا ته پاتې شوي د هغوي راوړاندې كولو وخت راغلې۔ په 1947ء كښې زمونږه مشرانو د اقبال خوب له تعبير وركړې او پاكستان جوړ شوې۔ 1973ء كښې مونږ يو ځل بيا يو موټې شو او د هېواد آئین مو جوړ كړو۔ اوس مونږ ټول د دې هېواد او آئین محافظ يو۔ ده ووئيل چې راځۍ چې د دې حكومت د ټاكلې كيدو په وخت معاشی صورتحال رایاد كړو دغسې چې معلومه شي چې كه مونږ د يو سخت وخت سره مخ يو نو دا ولي ؟ دا يو خراب معیشت ؤ۔ ما له د څه حقائق وئيلو اجازه راكړئ۔ د پاكستان مجموعی قرض او ادائیګی نزدېً 31,000 اربه روپۍ ؤې۔ په دې كښې نزدې 97 اربه ډالره بهرنې قرض او ادائیګی ؤه ۔ زياتې كمرشل قرضې په زيات سود اخستلې شوي۔ د تيرو دوو كلونو پھ مهال اسټیټ بانك آف پاكستان Reserves د 18اربه ډالرو څخه 10تر اربه ډالرو نه هم كمې شوي۔ په نړيواله كچه د پاكستان د روانو كھاتوں خساره (Current Account Deficit) د تاریخ په لوړه كچه 20 اربه ډالره ده ٬ دغسې تجارتی خساره 32 اربه ډالره ته رسيدلې وه۔ 5 كلونو كښې Exports كښې زياتې نه دې شوې یعنی د اضافې شرح صفر وه۔ د حكومت محصولات او خرڅونو فرق یعنی مالیاتی خساره 2,260 اربه روپۍ خطرناك حد ته رسيدلې وه۔ دومره خساره د ټاكنو كال كښې د مالیاتی بدنظمی په وجه شوي۔ د برېښنا نظام ګرځنده قرض 1200 اربه روپۍ ته رسيدلې وه او 38 اربه روپۍ مياشتنيزې شرح سره زياتيدو۔ ده ووئيل چې سركاری ادارو كاركردګی 1300 اربه روپۍ مجموعی خساره څرګنده كړي۔ د پاكستانی روپۍ قدر زياتولو له اربونو ډالره اخستې شوي۔ دې مشكلې تګلارې سره exports ته زيان رسيدلې ، imports ته سبسډی وركړې شوي او معیشت ته زيان رسيدلې۔ داسې تر ډيره وخت نه شو چليدې او په دسمبر 2017ء كښې روپۍ پريوته۔ زيات پرمختګ اونه شو۔ د څيزونو په بيعو دباؤ زياتيدو او افراط زر یعنی Inflation 6 فیصده پاتې شوې ؤ۔ ده ووئيل چې د حكومت ذمه واري وي چې مناسبو اقداماتو سره په صورتحال قابو اومومي۔ مونږ په سمدستي توګه د خطرو مخنيوي او معاشی استحكام له اقدامات كړې په هغې كښې په درآمد ډیوټی زياتولو سره جولائی۔ اپریل په مهال Imports 49اربه ډالرو څخه تر 45 اربه راغلې او تجارتی خساره 4 اربه ډالره كمه شوې۔ د وزیراعظم سمندر پورې پاكستانیان له باور وركولو سره Remittances كښې 2 اربه ډالره اضافه شوې۔38 اربه روپۍ د مياشتي په حساب سره زياتيدونكې برېښنا ګردشی قرض كښې 12 اربه روپۍ د مياشتې كمې سره دغه د مياشتې 26 اربه روپو ته راوستلې شوې۔ چین، سعودی عرب او متحده عرب امارات څخه 9.2 اربه ډالره مرسته ترلاسه شوې۔ زه په دې د ملګرو هېوادونو مننه كوم۔ Exports زياتولو له حكومت دا اقدامات كړي۔ صنعتی او برآمدی څانګې له په رعایتی بيعه برېښنا او ګاز وركول۔ په كم سود قرض وركول۔ په خام مال لګيدلې Import Duty كمول او په مجموعی توګه 10 اربه ډالره رعایت۔ Export Sector لپاره د وزیراعظم پروګرام كښې درې كاله پراختيا كول۔ چین سره په 313 څيزونو ډیوټی فری Export لوظنامه شامل دي۔ د دې اقداماتو په سوب روان كال كښې د برآمدات حجم زيات شوې۔ نټ ویئر برآمد حجم كښې 16 فیصده، بیډ ویئر كښې 10 فیصده، ریډی میډ ګارمنټس كښې 29 فیصده، ميوو او سبزو كښې ترتیب سره 11 فیصده او 18 فیصده دغسې باسمتی وريژو مقدار كښې 22 فیصده اضافه شوې۔ ده ووئيل چې د آئي اېم اېف څخه د 6 اربه ډالره پروګرام لوظنامه شوې ۔ د IMF بورډ منظورۍ نه پس به پھ دې لوظنامه عملدرآمد پيل شي د كومې چې دا ګټي دي۔ پھ دې پروګرام كښې به مونږ ته په كم سود 2 نه تر 3 اربه ډالره اضافی نړيواله مرسته هم ترلاسه شي۔ مالیاتی نظم او ضبط او بنیادی اصلاحاتو سره به د حكومت د سنجیدګی سره د نړيوالو سرمائه كارو باور زيات شي۔ سعودی عرب څخه سمدستي ادائیګی نه غير 3.2 اربه ډالره د كال تیل Import كولو اسانۍ ترلاسه شوي ٬ دغسې د نړيوالې كرنسۍ په ذخائر دباؤ كم شوې۔ دې نه ځانله حكومت اسلامی پرمختياتی بانك څخه 1.1 اربه ډالره سمدستي ادائیګۍ نه غير د تیلو Import كولواسانۍ ترلاسه كړي۔ د دې اقداماتو په سوب سږ كال ٬ كرنټ اكانټ خساره كښې 7 اربه ډالره كمی راغلي ٬ دغسې راروان كال به نور 6.5 اربه ډالره كمی راشي۔ بهرني استحكام نه علاوه حكومت ځينې نور اقدامات هم كړې۔ په هغې كښې به زه په ځينې رڼا واچوم۔ ده ووئيل چېAsset Declaration Scheme عمل روان دے چې ورسره به د ټیكس دائره پراخه شي او بې نامی او غیر رجسټر شوې اثاثې به معیشت كښې شاملې شي۔ 95 پرمختياتی منصوبې بشپړولو له فنډز جاری كړې شوې۔ د احتساب نظام، ادارو استحكام او ښه طرز حكمرانۍ لپاره خاص اقدامات شوې چې پكښې زه به د ځينې ذكر وكړم اسټیټ بانك آف پاكستان ته لا خپلواكي وركړې شوي۔ افراط زر د مانیټری پالیسۍ د لارې كنټرول كړې كېږي۔ ټیكس پالیسی د ټیكس انتظامیې څخه جلا كړې شوي دغسې چې دواړه په ښه ډول كار وكړي۔ يو Treasury Single Account جوړ شوې او اوس د حكومت روپۍ په كمرشل بانك اكاؤنټ كښې اېښودل منوع دي۔ پاكستان بناؤ سرټیفكیټ جاري كړې شوې دغسې سمندر پورې غاړه پاكستانیان 6.75 فیصده منافع سره په خپل هېواد كښې سرمایه كاری به وكړي۔ FBR د سرمائې كمې لري كولو له تير كال 54 اربه روپو په مقابله كښې 145 اربه روپۍ Refund جاری كړي