د جاپان وزیراعظم د ایران او امریکې تاٶ تريخوالې كمولو لپاره تهران ته ورسېد

تهران 12 جون (اے پي پي) د جاپان وزیر اعظم شنزو ايبے د ایران او امریکې ترمېنځه د اتومي پروګرام په اړه تاٶ تريخوالې كمولو لپاره تهران ته رسېدلې دے۔ د ايران ميډيا له مخې خارجه وزير جواد ظريف د تهران په مهرا آباد هوائي مېدان د دوي هركلے وكړو۔ د جاپان وزیراعظم به د خپلې دورې په مهال د ايران روحاني پېشوا اعلی آیت اللہ علی حامنائي او اولس مشر حسن روحاني سره ملاقاتونه كوي او د اتومي پروګرام په اړه به د امريكې او ايران ترمېنځه د زيات شوي تاٶ تريخوالې په اړه خبرې كوي