د بلوچستان حقونو پېکج ترمخه د بلوچستان زده كوؤنكو له د پی اېچ ډی سکالر شپ پروګرام په لړ كښې 4 کروړه 75 لكه روپې بېلې كړی شوي

اسلام آباد ۔ 11 جون (اے پي پي) د سركاري څانګې پرمختيائي پروګرام (پی اېس ډی پی) ترسېوري لاندې د راروان مالي كال 2019-20ء په مهال د هائر ایجوکېشن کمېشن د انتظام لاندې د بلوچستان حقونو پېکج ترمخه د پاكستانو او غېر ملكي زده كوؤنكو سره سره او په خاص توګه د بلوچستان زده كوؤنكو له د پی اېچ ډی سکالر شپ پروګرام په لړ كښې 4 کروړه 75 لكه روپې بېلې كړی شوي۔ د پی اېس ډی پی ترمخه په دې منصوبه د ابتدائي مصرف اندازه د 3 اربه 13 کروړه 86 لكه 92 زره روپې لګولې شوې۔ بلخوا د روانې مياشتې تر 30 مې نېټې منصوبې لپاره د ٰ69 کروړه 24 لكه 38 زره روپې جاري كړې شوي