د انجري بهانه جوړولو سره د نړيوال كپ نه بهر كول د افغان كركټ بورډ سازش دے٬ كه بورډ ته زما ضرورت نه وي نو نړيوال كركټ پرېښودلو ته تيار يم۔ محمد شهزاد

كابل 11 جون (اے پي پي﴾ د افغانستان د كركټ د لوبډلې وكټ كيپر او بېټس مېن محمد شهزاد وئيلي دي چې د انجري بهانه جوړولو سره د نړيوال كپ نه بهر كول د افغان كركټ بورډ سازش دے٬ كه بورډ ته زما ضرورت نه وي نو نړيوال كركټ پرېښودلو ته تيار يم۔ د افغانستان كركټ بورډ د نړيوال كپ د ابتدائي دوه مېچونو نه پس شهزاد ان فټ ګرځولې و او د متبادل په توګه ئې اكرام علي خېل سكواډ ته طلب كړے و۔ شهزاد په خپل يو بيان كښې وئيلي دي چې په نړيوال كپ كښې د هېواد استازيتوب كول د ده يو خوب و٬ هغه په كال 2015م كښې هم د نړيوال كپ نه بهر كړے شوے و او اوس هم بورډ زما د ژوبل كېدو پلمه كولو سره زه د سكواډ نه بهر كړم۔ ده ووئيل چې زه لوبې ته تيار يم او مكمل فټ يم خو نه پوهېږم چې د لوبډلې نه ئې ولې بهر كړم۔