د اثاثو څرګندولو د سكيم نيټه به نه پراخه كوٶ

اسلام آباد 18 جون (اے پي پي) د فېډرل بورډ آف ريونيو (اېف بي آر) چيئرمېن سید شبر زېدي وئيلي دي د اثاثو څرګندولو د سكيم نيټه به نه پراخه كوٶ٬ د سكيم له مخې ټولو وګړو ته تر 30 جون د خپلو اثاثو څرګندولو موقع وركړې شوې ده٬ حماد اظهر ووئيل د بې نومه قانون پحقله بزنس كميونټۍ سره زيات مشاورت شوے او د مشاورت لړۍ روانه۔ د دې خيالاتو څرګندونه دوي د خزانې ٬ محصولات او اقتصادي چارو لپاره د قامي اسمبلۍ قائمه كمېټۍ ته بريفنګ وركولو په مهال وكړه۔ د اېف بي آر چیئرمېن په سپينو ټكو ووئيل د سكيم موده به نه پراخه كوٶ۔ د كمېټۍ غونډه د قامي اسمبلۍ غړي اسد عمر په مشرۍ كښې وشوه ۔ په غونډه كښې يو شمېر غړو د سكيم د نيټې پراخه كولو په اړه تجويز وركړو دغسې چې دې سكيم څخه زيات كسان استفاده وكړي ۔ د اېف بي آر چيئرمېن ووئيل نيټه نه پراخه كوٶ ۔ ده ووئيل د دې سكيم د حكومت او آئي اېم اېف ترمېنځه لوظنامې سره هېڅ تعلق نشته ۔ ده ووئيل د آئي اېم اېف د انتظامي بورډ غونډه د جولائي په 3مه نيټه كېدونكې ده چې پاكستان لپاره به د فنډ راكولو د آسانۍ د لوظنامې جاج اخستې شي۔سید شبر زیدی ووئيل د ټاكلې شوې مودې يا د تر آخري نيټې د آثاثو څرګندوٶنكو وګړو ته به د نيټې نه پس د بقاياجات ادا كولو موقع وركولې شي۔ ده ووئيل د دې سكيم مقصد د ټېكس راغونډول نه دي بلكې وګړي د بې نومه قانون نه رابهر كول دي او د دې اطلاق به د جولائي وړومبنۍ نيټې كال 2019 څخه كېږي۔ ده ووئيل د تېر وخت برعكس اوس اېف بي آر څخه د بېلا بېلو ذريعو څخه د آثاثو پحقله معلومات ترلاسه شوي چې پكښې د بانكونو او د ډسټري بيوشن كمپنو څخه ترلاسه معلومات هم شامل دي٬ ده ووئېل هېواد كښې د بانك كهاته دارو شمېره 45 مېليونه ده چې پكښې يوازې لس لكه رجسټرډ ټېكس وركوٶنكي دي ٬ دغسې په درې لكه 40 زره صنعتي كنكشنز اخستونكو كسانو كښې 43 زره رجسټرډ دي ٬ د كمرشل او يوټېلټي مصرف كوٶنكو شمېره 31 لكه ده۔ ده ووئيل په نادرا كښې د آسانيو مركزونه جوړ كړې شوې او وګړي په ذاتي حېثيت سره د خپلو آثاثو پحقله پټ معلومات ترلاسه كولې شي ٬ دغسې اېف بي آر هم پورټل پېل كوي چرته چې به د آثاثو پحقله معلومات موحود وي٬ ده ووئېل هر يو مصرف كوٶنكي به خپل د شناختي كارډ لمبر سره معلومات ترلاسه كولې شي۔ حماد اظهر په دې موقع ووئيل د بې نومه قانون پحقله بزنس كميونټۍ سره زيات