د آئرلېنډ او د زمبابوے د كركټ لوبډلو ترمېنځه وړومبې يو ورځنې نړيوال مېچ به ﴿نن﴾ كېږي

ډبلن 30 جون (اے پي پي﴾ د آئرلېنډ او د زمبابوے د كركټ لوبډلو ترمېنځه د درې يو ورځنو مېچونو د سېريز وړومبې يو ورځنې نړيوال مېچ به ﴿نن﴾ د ګل په ورځ كېږي۔ د زمبابوے لوبډله به د آئرلېنډ دورې په مهال د كوربه لوبډلې په ضد درې ون ډے او درې ټي ټونټي مېچونه كوي۔ د دواړو لوبډلو ترمېنځه دويم يو ورځنې مېچ به د جولائي په 4مه نېټه او دريم مېچ به د جولائي په 7مه نېټه كېږي۔ د ټي ټونټي مېچونو د سېريز وړومبې مېچ به د جولائي په 10مه نېټه٬ دويم مېچ به د جولائي په 12مه نېټه او دريم او وروستې ټي ټونټي مېچ به د جولائي په 14مه نېټه كېږي۔