حکومت د سندھ اولس ته د پېښو مسئلو نه ښه خبر دے

APP65-12 ISLAMABAD: June 12 - Prime Minister Imran Khan in a meeting with MNAs from Hyderabad, Larkana, Sukkur and Mirpur Khas Divisions at PM Office. APP

اسلام آباد 12 جون (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي حکومت د سندھ اولس ته د پېښو مسئلو نه ښه خبر دے ٬ زر به د صوبې دوره كوم۔ دا خبرې ده د شورو په ورځ د حېدرآباد، لاړکانه، سکھر او میرپورخاص ډویژنونو د قامي اسمبلۍ غړو سره كړې چا چې دوي سره په وزيراعظم هاٶس كښې ليدل۔ د وزیراعظم آفس لخوا د جاري شوي بيان له مخې غړو په دې موقع ووئيل چا چې هم سركاري وسائل لوټ كړې بايد احتساب ئې وكړې شي۔ په ملاقات كوٶنكو كښې محمد میاں سومرو، ډاکټر فهمیدہ مرزا، غوث بخش مهر، نزهت پټھان، لعل چند، جے پرکاش، صابر حسېن قائم خواني، صلاح الدین او سائرہ بانو شامل وو۔ په دې موقع د وزيراعظم خاص مرستيال نعیم الحق، ارشد داد او سېف اﷲ نیازي هم موجود وو۔ د ملاقات په مهال د سندھ په مجموعي وضعه ٬ صوبه كښې د وفاقي حكومت په پرمختيائي منصوبو او د صوبې اولس ته په پېښو مسئلو خبرې شوې ۔ د قامي اسمبلۍ غړو معاشي استحكام٬ د بجټ كال 20-2019 او د وزيراعظم تېره شپه قام ته د وېنا ستائنه وكړه چې پكښې د قامي اهميت او په مهمو مسئلو قام په اعتماد كښې اخستلې شوې۔ غړو وزیراعظم خپلو انتخابي سيمو كښې د پېښو مسئلو نه هم خبر كړو